افغانستانخبرونه

په پاکستان کې افغانان د خپلو وېزو د نه تمديدېدو له امله اندېښمن دي

په پاکستان کې ځينې افغانان د خپلو ويزو د نه تمديدېدو له امله اندېښمن دي.دوی وايي ،چې د ويزو موده يې پای ته رسېدلې او اوس له ستونزو سره مخ دي.په پاکستان کې افغان وګړی شاکر سنګي وايي: (( هغه کسان چې د ويزو وخت يې پای ته رسېدلی له بده مرغه بايد ۴۰۰ ډالره جريمه ورکړي او دا په پاکستان کې د افغان وګړو يوه لويه اندېښنه ده.))رفيع الله نيکزاد هم په دې هکله وايي: (( افغانان د دې ترڅنګ ،چې په پاکستان کې په بې برخليکۍ کې ژوند کوي له بده مرغه چې د ويزو وخت يې هم پای ته رسېدلی او مياشتې کېږي چې د ويزو د تمديد لپاره يې اقدام کړی؛ خو د پاکستان حکومت هغوی ته ويزې نه دي ورکړي.))له دې سره هم مهاله د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي هم له څو مياشتو راهيسې د پاکستان د وېزې د اخيستو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارت په ځانګړې توګه له بهرنيو چارو وزارته غواړي، چې دغه ستونزه له ديپلوماتيکو لارو حل کړي.د کابل اوسېدونکي ليلما وايي: (( له اسلامي امارته غواړو چې د دپيلوماسۍ له لارې دغه موضوع له پاکستان سره مطرح کړي ،چې د ويزې په برخه کې زموږ هېوادوالو ته آسانتياوې رامنځته شي او وکړای شي په آسانۍ سره لاسرسۍ پيدا کړي او ويزه واخلي.))د کابل بل اوسېدونکی لالاګل هم وايي : د ويزې په خاطر راغلي يو، موږ غواړو چې موږ ته ويزې راکړي ناروغ يم پاکستان ته ځم د درملنې لپاره چې درمل واخلم. موږ هره ورځ دلته راځو دلته درېږو له هغوی سره خبرې وکړو او بېرته ځو.))د کابل يوه اوسېدونکې څرګندوي: (( پر دې سربېره چې له پاکستانه موږ ته بلنليک راغلی، خو دا چې سفارت ته ځو سفارت تړلی دی هېڅ خبرې نه کوي او دننه اجازه نه ورکوي.)) بله خوا، د پاکستان ډان ورځپاڼې رپوټ ورکړی ، چې د پاکستان يوه څارنوال ويلي دي، چې هغه افغانان بايد په زور ونه ايستل شي، چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخيستو په هڅه کې دي. اوس مهال په افغانستان کې پاکستان، ترکيه او د ګوتو په شمېر څو نور هېوادونه کونسلي خدمتونه وړاندې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *