افغانستانخبرونهروغتیا

په ټول هېواد کې د پوليو ضد واکسين پيلېږي

روغتيايي چارواکو ويلي، چې نن ( دوشنبه ) د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د پوليو ضد کمپاين پيلېږي. د پوليو د له منځه وړلو د بېړني عملياتي مرکز مسئولينو ويلي، چې دا يو سرتاسري کمپاين دی، چې د پلازمينې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولايتونو کې ترسره کېږي، او ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان تر پوښښ لاندې نيسي. د ياد مرکز مسئولين له کورنيو، په ځانګړي ډول له ميندو او پلرونو غواړي ،چې له واکسيناتورانو سره همکاري وکړي او خپل ټول له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسين کړي، تر څو د پوليو د معلولونکې ناروغۍ پر وړاندې وقايه شي. بل پلو، د پلازمېنې کابل يو شمېر اوسېدونکي د کمپاين د تطبيق پر مهال له واکسيناتورانو سره همکاري، د ګوزڼ ناروغۍ په مخنيوي کې يو مهم ګام بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *