افغانستانخبرونه

په ټولو زونونو کې د ديني برخې د تخصصي څانګو رياستونه جوړېږي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد نديم په کندهار کې د ابراهيم النخعي جامعې رياست د ۳۳ ديني عالمانو د افتاء او قضاء برخو څخه د فراغت په مراسمو کې وويل، چې د هېواد د ټولو زونونو په ديني برخه کې به د تخصصي څانګو لپاره د لوړو زده ‌کړو رياستونه رامنځته کړي.ورته مهال په دې غونډه کې د لوړو زده ‌کړو وزارت علمي مرستيال ډاکټر لطف‌ الله خيرخواه وويل، چې په اوسني وخت کې د افتاء او قضاء برخه خورا مهمه ده او فارغ شويو کسانو ته يې وويل، چې تاسو د ټولنې هغه شتمني ياست، چې ټولنې ته به خدمت کوئ او عدالت به خپروئ.په همدې حال کې د کندهار مرستيال والي مولوي حيات ‌الله مبارک د افتاء او قضاء برخو ۳۳ تنو فارغ شويو کسانو ته په خطاب کې وويل: د نظام د معنوي قوت لپاره کار وکړئ، خلکو ته عامه پوهای ورکړئ او په اړوند قضايي اُرګانونو کې چې مقرر شوئ عدالت تامين کړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *