افغانستانخبرونه

په يوه مياشت کې څه باندې ۳۲۰ زره تذکرې وېشل شوي

د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي ،چې په تېره يوه مياشت کې يې ۳۲۰ زره او ۱۴۶ تنو هيوادوالو ته برښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.د يادې ادارې پر ايکس‌پاڼه ليکل شوي ،چې په تېره مياشت کې تر ټولو زياتې برښنايي تذکرې په کابل کې وېشل شوې دي.په خبرپاڼه کې ويل شوي، له دې وروسته بيا په ننګرهار کې ۲۸ زره او ۸۷ برښنايي تذکرې، په بلخ کې ۲۱ زره او ۶۱۶ او په هرات کې نږدې ۱۶ زره برښنايي تذکرې وېشل شوې دي.دغه راز په خوست ولايت کې ٩٧٩١ او په کندز کې هم څه باندې نهه زره تذکرې وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم يو شمېر هېواد وال د برښنايي تذکرو د اخيستلو پر مهال له اوږدو پړاوونو او په تمه پاتې کېدو څخه شکايت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *