افغانستانخبرونه

په وزير محمد اکبر خان په پارک کې د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو

د پسرلي د موسم په را رسېدو سره اتصالات مخابراتي شرکت هم د هيواد د سمسورتيا او ابادۍ په موخه د نيالګيو کينولو کمپاين د کابل ښار د وزير محمد اکبر خان په پارک کې د نيالګيو په کېنولو سره پيل کړ. د دې کمپاين د پيل په مراسيمو کې د افغان حکومت د کابل ښاروالۍ يو شمېر استازو ترڅنګ د اتصالات مخابراتي شرکت مسئولينو او خبريالانو هم ګډون کړی و. په جوړ شويو مراسمو کې د اتصالات مخابراتي شرکت مسئولينو وويل، چې اتصالات مخابراتي شرکت تل د هيواد د ابادۍ او سمسورتيا لپاره هڅه کوي او سږ کال پلان لري، چې د کابل ښاروالۍ په مرسته په ښار کې دوه زره نيالګي کېنوي. د دوی په خبره، چې دغه نيالګي به د وزير محمد اکبر خان د تپې پر سر او د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې کېنول شي. د کابل ښاروالۍ استازو د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د نيالګيو کېنولو کمپاين څخه د ملاتړ ترڅنک زياته کړه، چې ټول هېوادوال مسئوليت لري، څو د هېواد د ابادۍ او سمسورتيا لپاره نيالګي وکري او پالنه يې وکړي. د ويلو ده، چې اتصالات مخابراتي شرکت له تېرو څو کلونو راهيسې هر کال د پسرلي موسم په را رسېدو سره د کابل ښاروالۍ په مرسته، د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې نيالګي کېنوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *