افغانستانخبرونه

په وزير محمد اکبر خان روغتون کې د يو شمېر ودانيو جوړولو کار پيل شو

د کابل ښار په وزير محمد اکبر خان روغتون کې د ۴۲ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر څانګو د بيارغولو چارې بشپړې او د ۴۰ ميليون افغانيو په لګښت يو شمېر نورې ودانی جوړېږي. د وزير محمد اکبر خان روغتون مشر ډاکټر نثار احمد نيازي په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل: د دغه روغتون اړوند د پنځو روغتيايي څانګو (د ښځينه ناروغانو سراپا روغتيايي مرکز، د راډيو فلوروسکوپي، کلچر معايناتو، سټنډرډ ريکوري او ناروغانو لفټ)) د رغولو چارې چې شپږ مياشتې مخکې پيل شوې وې، بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې. نيازي زياته کړه، يادې شوې څانګې په اساسي ډول رغول شوې ،چې ۴۲ ميليونه افغانۍ لګښت ور باندې راغلی او د افغان حکومت له لوري ورکړل شوې دي. هغه د يادو شويو څانګو له پرانيستلو وروسته د دغه روغتون په انګړ کې د يوې معياري عمليات خونې او کنفرانس خونې د ودانيو جوړولو چارې هم پرانيستې. نيازي په دې اړه وويل، دغه ودانۍ پر ۶۰۰ متره مربع ځمکه د ۴۰ ميليون افغانيو په لګښت جوړېږي چې د اسلامي امارت له بوديجې ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *