افغانستانخبرونه

په هیواد کې د « باکيفيته معارف ، روښانه راتلونکي » په شعار نوی ښوونيز کال پيل شو

۱۴۰۲ښوونيز کال د پوهنې وزارت له لوري پرون د (باکيفيته معارف، روښانه راتلونکې) تر شعار لاندې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پيل شو.په هغو مراسمو کې، چې له همدې امله د کابل په اماني عالي لېسه کې جوړ شوي وو، د پوهنې وزارت د چارواکو تر څنګ په کې د اسلامي امارت يو شمېر مسئولينو، د ښوونيزو حوزو منسوبينو او يو شمېر زده کوونکو هم ګډون کړی و.د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې مرستيال مولوي سيداحمد شهيد خېل په دغو مراسمو کې وويل چې د ښوونيز نصاب د کيفيت لوړولو په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي.
شهيد خېل زياته کړه، چې افغانان په فطري توګه له علم او پوهې سره مينه لري او د تاريخ په اوږدو کې يې نړۍ ته د علم په ډګر کې د ابو ريحان البيروني، سنايي غزنوي، امام ابو حنيفه، سيدجمال الدين افغان او نورو په څېر ځلانده ستوري وړاندې کړي دي.نوموړي همدارنګه وويل چې افغانانو د خپلواکۍ ګټلو په موخه بې سارې قربانۍ ورکړې او د فرهنګي او اقتصادي خپلواکۍ لپاره لا هم ډېر کار او هڅو ته اړتيا ده.
د پوهنې وزارت د ۱۴۰۲ ښوونيز کال د پيل کېدو په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې هېوادوالو ته د با کيفيته، عادلانه او متوازنې ښوونې او روزنې د برابرولو په موخه يې کړنلارې جوړې کړي او د تطبيق په موخه به يې کوټلي ګامونه واخيستل شي.اعلاميه زياتوي، چې د ښځينه ښوونځيو، چې اوسمهال تر شپږم ټولګي پيل شوي د يوه خوندي چاپېريال او اړينو اسانتياوو د برابرولو ترڅنګ يې بايد ټول ښوونکي، تدريسي او خدماتي پرسونل ښځينه وي.
په ورته وخت کې يو شمېر ښوونکو له باختر اژانس سره په خبرو کې د پوهنې له وزارت څخه وغوښتل چې د ښوونکو د معاشاتو ډېرېدو په برخه کې اړين اقدامات ترسره کړي، ترڅو ښوونکي اړ نشي، چې د اقتصادي ستونزو او کم معاش له کبله خپلې دندې پرېږدي.يو شمېر زده کوونکو هم د نوي ښوونيز کال په پيل کېدو خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې خپل درسونه به په ښه توګه زده کوي.د يادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت په خپره کړې اعلاميه کې د ښوونځيو مسئولينو ته په مدرسو او ښوونځيو کې د ښه تدريسي چاپيريال چمتو کولو، ماشومانو ته په مورنۍ ژبه تدريس، د معلولو زده کوونکو لپاره د پوره اسانتياوو رامنځته کولو، د ځانګړي يونيفورم چمتوکولو، د مسلکي ښوونکو ګمارلو، ښوونځيو کې د پاکو اوبو او تشنابونو برابرولو او په خپل وخت د درسي کتابونو د توزيع سپارښتنه هم کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *