خبرونهنړۍ

په هند کې يو مسلمان سړی د غوا د غوښې د وړلو له امله وژل شوی

د هند د بهار ايالت پوليس وايي: د ((جوګيا)) په کلي کې يې د يوه مسلمان سړی د وژلو په تور درې کسان نيولي دي.ويل کېږي چې ((نسيم قريشي )) او وراره يې د غوايي غوښه لېږدوله ،چې د هندي سخت دريځو له خوا په يو بريد کې ووژل شو. په دغه بريد کې د قريشي وراره په تېښته بريالي شو ،خو نوموړي روغتون ته له رسېدو وړاندې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.د ويلو ده، چې غوا په هندو مذهب کې سپيڅلې ګڼل کېږي او داسې راپورونه شته چې سخت دريځه هندوان د غواګانو د ساتنې ډلې جوړوي، ترڅو د غواګانو د وژلو مخه ونيسي تر دې وړاندې هم بيا بيا د هندوانو له خوا مسلمانان د غواګانو د ذبحه کولو او غوښې خوړلو په جرم وژل شوي دي؛ خو د بشري حقونو هېڅ کومې نړيوالې ډلې د هندوانو دغه کړنې نه دي غندلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *