
په هلمند کې تر يوه کال لږ وخت کې د ملګرو ملتونو د بديل معېشيت پروګرام له مخې تر لسو زرو ډېرو بزګرو سره مرستې شوي دي.د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې په وروستيو کلونو کې هر کال دوه فصله کوکنار کرل کېدل، خو اوس د هلمند په ډېرو ځمکو کې هغه تخمونه کرل شوي، چې کښت يې نوي دود شوی دی.غنم، جواري، ګلپي او نور هغه زراعتي بوټي دي ،چې په وروستيو مياشتو کې په نهرسراج، نادعلي او دې ولايت مرکز لښکرګاه شاوخوا کرنيزو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای کرل شوي دي.د شاکر په نامه د نهرسراج ولسوالۍ بزګر که څه هم د کوکنارو له پخوانيو عايدو څخه خوښ نه دی، خو دی زياتوي: د اوبو د ډېر لګښت له امله اندېښمن دي، چې بديل کښت به د ده لګښت پوره نه کړي.نوموړی وايي: (( موږ اوس د جوارو او هندوانو تخم هم ورسره ملګري کړ، موږ ويل که يو بوټی ناغه شو بل بوټی به يې لګښت پوره کړي. کوکنار چې پخوا کرل کېدل زموږ له لاسه ډېر ارزانه وتل، اوس د دې کښت پيل دی، نه پوهېږم، چې نور بوټي به موږ ته د کوکنارو په اندازه ګټه وکړي که نه؟))هلمند کې تر کوکنارو وروسته، ځايي کروندګر تر ډېره د پنبې کرکيله کوي.