
په هلمند کې د عامي روغتيا رياست له خوا د AHF په مالي ملاتړ او د HADAAF موسسې په تطبيق سره د غونډي پر مهال د شپارلس روغتيايي مراکزو پرانيستغونډه ترسره شوه.په ياده غونډه کې د عامي روغتيا رئيس ډاکټر سيد احمد سعيد صاحب، د HADAAF موسسې ولايتي مسئول ډاکټر محمود دُراني، د OHPM ولايتي مسئول ډاکټر يارمحمد او يو شمېر نورو مسئولينو ګډون کړی و.په پيل کې د HADAAF موسسې ولايتي مسئول د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د يادي موسسې د روانو چارو او ترسره شويو فعاليتونو په اړه يې معلومات وړاندي کړل.نوموړي وويل، چې د هلمند په باغران، بغني، نوزاد، واشېر، کجکي او يو شمېر نورو ولسواليو کي يې ۱۶ روغتيايي مراکز فعاله کړي چې څلور Mobile ټېمونه او ۱۲ روغتيايي مرکزونه دي چې د ولسواليو خلکو ته به خدمتونه وړاندي کوي.د عامي روغتيا رئيس ډاکټر سيد احمد سعيد صاحب وويل ،چي هلمند يو پراخه ولايت دی، چې مخکي يې د روغتيا په برخه کې خاص کار نه و شوی ،خو اوس يې په لېرې پرتو سيمو کې هم په ښه توګه روغتيايي خدمات روان دي.نوموړي زياته کړه ،چې د ۱۶ روغتيايي مراکزو پرانيستل به په لري سيمو کې د خلکو روغتيايي ستونزي تر ډېره حل کړي او شمالي ولسوالۍ چې د مرکز لښکرګاه څخه لري پرتې دي ډېری روغتيايي مرکزونه په لري شمالي ولسواليو کې پرانيستل شوي چې د واش پروګرام، واکسين او شوي تغذيه په برخه کې به همکاري کوي.همداراز نوموړي وويل ،چې ډېر ژر به په ولسواليو کي ۱۰ روغتيايي مراکز پرانيستل شي او څه موده وروسته به د موسساتو سره په همکارۍ شاوخوا ۲۰ نور روغتيايي مراکز په ولسواليو کي پرانيزي.