
د هلمند محلي مسئولين وايي، چې د دغه ولايت د مرکز سربېره په ولسواليو کې هم ګڼشمېر ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي د شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.د هلمند د پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري رسنيو ته ويلي، چې د ۳۵۷ ښوونځيو له ډلې څخه تر ۲۰۰ زيات يې ودانۍ نهلري او زدهکوونکو ته په ازاده فضا کې تدريس کېږي.د نوموړي په وينا، هلمند کې د زياتره ښوونځيو ودانۍ د تېرو جګړو پرمهال بشړې ويجاړې شوي او يا هم د کارېدو وړ نه دي.نوموړي وويل: (( د تېرو جګړو پرمهال هوايي بريدونه شوي. داسې ولسوالۍ شته ،چې هلته د هېڅ ښوونځي ودانۍ شتون نهلري، يوازي اوس په دغه ولايت کې زموږ مکاتب ۱۰۰ ودانۍ لري او نور ټول يې په کرايه کورونو کې دي، يا زدهکوونکي يې تر شنه اسمان لاندي زدهکړې کوي.))د دغو بېسرپناه ښوونځيو يوشمېر زدهکوونکي وايي، د ژمي په سړه او د دوبي په ګرمه هوا کې له ګڼو روغتيايي او زدهکړه ييزو ستونزو سره مخ وي. د دې بېسرپناه ښوونځيو يو بېلګه د ناوې ولسوالۍ د ((نواباد ګوهرګين)) دولتي ښوونځی دی.په ورته مهال يوشمېر ښوونکي وايي: ناسم درسي چاپېريال او د ښوونځي ورانې ودانۍ د زدهکوونکو پر زدهکړو منفي اغېزې لري.ښوونکي محمدامين وايي: ((ښوونځي ودانۍ نهلري، ترڅو زدهکوونکو ته تدريس وکړو، زدهکوونکي په داسي چاپېريال کې درس نشي زده کولي.))د يادونې وړ ده ،چې هلمند کې د تېرو لسيزو جګړو پرمهال نهيوازې ښوونځي، بلکې روغتيايي مراکز او په زرګونه استوګنيز کورونه هم لهمنځه تللي دي.