افغانستانخبرونه

په هلمند کې د ۱۸ پراختيايي پروژو چارې پيل شوې

د لښکرګاه ښاروالۍ مسئولين وايي: د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ له لوري يې د ۱۱۸ ميليونو افغانيو په لګښت د ۱۸ انکشافي پروژو چارې پيل کړې دي.د لښکرګاه ښاروالۍ د ښاري حکومتدارۍ آمر محمد طاهر ابشار وايي، چې دغه پروژې د ښار په ۸ ناحيو کې پيل شوې، چې په دې پروژو کې د سړکو جوړول او اوار کاري، د پارکونو جوړول، د پلېو لارو او چريو جوړول، لښکرګاه ښار کې د منظم او لوي جمنازيوم جوړول، د ښار په واټونو کې د کټارو رنګمالي، د چوکونو جوړول او ځيني نورې پروژې شاملې دي.د يادونې وړ ده، چې دا پروژې د ښاروالۍ په پراختيايي بوديجه پلې کېږي ،چې د روان کال تر پايه به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *