
په هلمند کې وروستۍ وچکالۍ په هېواد کې د څارويو شمېر کم کړی، چې ورسره سم په بازارونو کې د غوښو بيې هم لوړې شوې دي.د هلمند اوسېدونکي شکايت کوي ،چې په دې وروسيتو کې د غټ مال او چرګانو د غوښو قيمتونه ډېر لوړ شوي او دوی يې د اخېستلو توان نه لري.د لښکرګاه ښار دوه اوسيدونکي محمد ايوب او محمد انور وايې، سږکال د تېرو کلونو په پرتله د غوښو بيې لوړې شوي دي.((غوښې ډېرې ګرانې دي ټول څاروي له هېواده بهر انتقالېږي ،چې ورسره دلته د غوښو بيې لوړې شوي له حکومت غوښتنه کوو، چې دې برخې ته پام وکړي.))((کوچيان بايد څاروي وساتي او حکومت ورسره مرسته وکړي او که حالت داسې روان وي اوس ۵،۴ څلور اعشاريه پنځه کيلو ګرامه غوښي په ۴ زره ده، خو کېدای شې قميتونه يې ۵ زره ته هم لوړشې ))د څارويو لرونکي هم شکايت کوي، چې په دې وروستيو کې د وچکالۍ او د څړځايونو د نشت له امله يې څاروي کم شوي دي.دوه تنه څاروي لرونکي محمد خالق او وليداد وايي: په تېرو کلونو کې له هلمند څخه نورو ولايتونو ته څاروي لېږدول کېدل خو اوس مهال په هلمند کې څاروي کم شوي، چې ورسره سم د غوښو بيې هم لوړې شوې دي . ((ټول پسونه مو له منځه تللي يوازې دوه پسونه راپاتې دي موږ ته بايد پاملرنه وشي))د لښکرګاه ښاروالۍ د عامه اړيکو مسئول محمد طاهر ابشار هم دغه ستونزه مني؛ خو زياتوي ، چې د غوښو او نورو خوراکي توکو د کنټرول لپاره يې هڅې پيل کړې دي .(( نه يوازې هلمند ،بلکې په هېواد کې اقليمي بدلونونه راغلي ،نو د چکالۍ له امله د کوچيانو رمې له منځه تللي ، خو ښاروالۍ د ټولو خوارکي توکو د کنټرول په برخه کې کار کوي ))