افغانستانخبرونه

په هلمند کې د پنبې ستره فابريکه فعاله شوه

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اړوند په بولان سيمه کې د ۶۵ ميليونو افغانيو په لګښت د پنبې فابريکه فعاله شوه.د دې فابريکې مسئول حاجي رحمت الله نظري وايي: دوی د پنبې له دانو څخه مالوچ، غوړي او صابون توليدوي.((دا فابريکه د اتو مياشتو په موده کې جوړه شوه، چې څه باندې اته سوه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې.))په همدې حال کې د هلمند د صنعت او سوداګرۍ دخصوصي ټولنې مشر غلام يحی پښتون وايي: دا ۴۰مه کار خونه ده ،چې په هلمند کې فعاليت پيلوي.(( له دې فابريکې سره په هلمند کې د بيا فعالو شويو فابريکو شمېر ۴۰ ته ورسېد چې شاوخوا درې زره او ۵۰۰ کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې.))د هلمند مرستيال والي مولوي عبدالرحمن کندوزي هم وويل، چې اوس ښه فرصت برابر شوی، تر څو په دغه ولايت کې ټول ملي سوداګر د صنعت دودې په برخه کې خپل فعاليتونه زيات کړي.په ورته مهال د هلمند ولايت مرستيال والي مولوي عبدالرحمن کندوزي وايي: (( اسلامي امارت هڅه کوي چې خلکو ته د کار زمينې برابرې کړې.((دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چې زموږ غريب ولس ته د کار زمينه برابره شوې، اسلامي امارت هم هڅه کوي ،چې خپلو ملي سوداګرو ته ښې زميني برابري کړي.))په ياده کارخونه کې يو شمېر کارکوونکي خوښ دي او له نورو پانګه‌والو هم غواړي، چې په دغه ولايت کې پانګونه زياته کړي.(( موږ له دې وړاندې هېڅ دنده نه درلوده، اوس زيات خوښ يو ،چې کار راته پيدا شو، له نورو پانګه‌‌والو هم غواړو ،چې دلته خپله پانګونه زياته کړي.))د يادونې وړ ده، چې نه يوازې په هلمند، بلکې په ټول هېواد کې د بې‌کارۍ کچه لوړه شوې ده او د دغسې فابريکو فعالېدل د هېواد د پرمختګ لپاره ښه زيری بلل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *