خبرونهراپورونه

په هلمند کې د يوې پروژې چارې پيل شوې

د هلمند ولايت په درېو ولسواليو کې د ۱۴ ميليونو ډالرو په ارزښت د يوې پروژې چارې پيل شوې. د مسئولينو په وينا، په دې پروژه کې به زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شي. د هلمند دکليو د پراختيا رياست مسئولين وايي: دا پروژه د ۱۴ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د هلمند ولايت په درېو ولسواليو، نادعلي، ګرشک او ناوې ولسواليو کې پيلېږي. بله خوا هلمند کې د اقتصاد رياست مسئولين وايي: د يادې پروژې له لارې به د ويالو، سړکونو، واټرګېټونو، استنادي ديوالونو او نور رغنيز کارونه د بشري ځواک په وسيله ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *