
د هلمند د پوهنې رياست مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د يوه ښوونځي ودانۍ له بيا رغولو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د هلمند د پوهنې رياست د انجنيري عمومي مدير مسئول انجنير حميد الله سعيدم د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي، چې د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د دښت عينک ښوونځي بيارغنيزې چارې د UNICEF موسسې په مالي ملاتړ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.د يادونې وړ ده، چې د دغه ښوونځي د بيارغونې چارې د دوو مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.