
په هلمند کې ولسي وګړي شکايت کوي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال دغه ولايت کې د ژمي په رارسېدو سره د سوند توکو په ځانګړې ډول د لرګيو بيې دوه برابره شوي دي.دوی رسنيو ويلي ، که دغې ستونزې ته ژره تر ژره رسېدنه و نهشي، لرې نه ده چې سږ کال له پراخو موسمي ناروغيو او د سړې هوا له کبله د نورو ژمنيو ننګونو سره مخ شي.د هلمند اوسېدونکي ګلاحمد وايي: (( تېر کال بوټي خروار پنځه زره کالدارې پيدا کېدل سږ کال په ۱۱ زره کالدارې دي. موږ يې د پېرلو وس نلرو، کورونه مو ساړه دي ماشومانو ناروغان دي.))په ورته وخت کې د لښکرګاه ښاروالي مسئولين د سوند توکو د لوړو بيو کنټرول په برخه کې د تازه اقداماتو خبر ورکوي.د لښکرګاه ښاروالۍ دعامه اړيکو مسئول محمد طاهر ابشار وايي: ((لښکرګاه ښاروالي به د نرخونو د کنترول په ځانګړي توګه سون توکو د نرخونو د کنترول برخه کې لا هم خپلې هڅې پراخې او جدي کړي کړي، څو له مخې يې ښاريان په مناسب قيمت د سون توکي وپيري.))دا په داسي حال کې ده ،چې د هوا له سړيدو سره سم د افغانستان نورو ولايتونو کې هم د سوند توکو د بيو لوړېدو څخه شکايتونه شوي دي.