افغانستانخبرونه

په هلمند کې د انجې کرکېلې ډېرولو هڅې پيل شوي

د هلمند د کرنې رياست مسئولين وايي، سږ کال يې په دغه ولايت کې د انجې بوټي کرکېلې ډېرولو لپاره هڅې پيل کړې دي. د ياد ولايت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رياست د طبيعي بوټو څانګې مدير انجنير محمد اسلم بشردوست وويل: دوی پلان لري چې سږ کال په هلمند کې د انجې کرلو ته خلک وهڅوي. ده زياته کړه: د کرنې رياست درې کاله وړاندې په هلمند کې په تحقيقي ډول انجه وكرله او په وينا يې ډېره ښه پايله يې درلوده. نوموړي وويل: د دوی څېړنو ښودلې، چې د هلمند آب وهوا د انجې کرلو لپاره ډېره مناسبه ده او هيله ده ،چې لا ډېر بزګر دغه بوټى وكري. بشردوست دغه راز وويل د کرنې رياست به ټولو هغو کروندګرو ته روزنه ورکړي چې غواړي په خپلو ځمکو کې انجه وكري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *