افغانستانخبرونه

په هلمند کې تاريخي سيمې له غاصبينو خلاصې شوې

د هلمند داطلاعاتو فرهنګ رياست مسئولين وايي، چې مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه يې له هغو څلورو تاريخي قصرونو څخه ۱۰۰ کورنۍ ايستلي، چې له کلونو راهيسې په کې مېشت او د هستوګني کورونه يې پکې جوړ کړي وو.د هلمند ولايت ليکوالان او فرهنګي فعالان د حکومت د دغه اقدام هرکلي کوي.د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ رياست مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې يې هغه تاريخي ځايونه له غاصيبنو خلاص کړي ،چې له کلونو راهيسې پکې د هستوګنې کورونه جوړ شوي وو.دياد ولايت د اطلاعاتو فرهنګ رياست مرسيتال مولوي محمد قاسم رياض رسنيوته ويلي، چې د اسلامي امارت په رامنځ ته کېدو سره يې د دغه ولايت مرکز لښکرګاه ښار دزړې کلا په سيمه کې له څلورو تاريخي قصرونو څخه سلګونه هغه کورنۍ ايستلي چې په تېرو کلونو کې يې هلته کورونه جوړ کړي وو.د نوموړي په وينا هڅې يې روانې دي، تر څو د دغه ولايت ټول هغه تاريخي ځايونه چې بيارغونې ته اړتيا لري ورغوي او د ساتنې لپاره يې ځانګړي اقدامات وکړي.((داسلامي امارت د رامنځ ته کېدو سره په دغه ولايت کې څينې سيمي له غاصيبيونو خلاصي او د پاته نورو تاريخي ځايونو د رغيدو او ساتنې لپاره هم هڅې روانې دي.))په ورته مهال په لښکرګاه کې ليکوال او تاريخ پوه محمد اسماعيل شريعت يار دحکومت ددغه اقدام ستاينه کوي او زياتوي، چې د اطلاعاتو فرهنګ رياست دې يوازي پر دغوتاريخې ابدو بسنه نه کوي،بلکې د دغه ولايت ۸۳ نورو تاريخي ځايونو د ساتنې او رغولو لپاره هم بايد لاس په کار شي.((هلمند کې ۸۳ لويې تاريخې کلا ګاني شته چې له هغوی څخه هم بايد غاصيبين لرې کړي او هغه چاچې کېندنې کړي د هغوی مخه هم ونيسي.))شريعت يار داهم وايي، چې که د هلمند په تاريخي ابدو کې د هغوی د لرغونتيا ساتنې ته په پام تفريخي ځايونه جوړشي دابه د دغه ولايت او په ټوله کې د دولت لپاره د عوايدو يوه لويه سرچينه هم شي .((په تاريخي ابداتو کې د تفريحي ځايونو جوړول زيات ګټور تماميږي ځکه د نورو هېوادنو خلک د تاريخي ابداتو شوق لري ، نو کوم سيلانيان چې دلته راځې او تفريحي ځايونه ورته جوړ شي او پرهغه باندې ټکس حواله شي داهم د حکومت لپاره ګټور دي او هم د خلکو لپاره.))بلخوا بيا په لښکرګاه کې ليکوال او شاعر ادم صفت الله هم د اطلاعاتو فرهنګ ځايي ادارې له خوا تاريخي ابدو ته د پاملرنې او د هغو د ساتنې هڅې ګټورې بولي او د دغه لايت له ټولو وګړو غواړي، چې د تاريخي ابداتو په ساتنه او پالنه کې دې د حکومت ترڅنګ ونډه واخلي.((کوم تاريخې ابدات چې د اطلاعاتو فرهنګ رياست مسئولين د غاصيبيو نو څخه خلاص کړي دي دا زيات پرځای اقدام دی او دپاتې نورو د رغولو لپاره هڅې کوي موږ يې هم تر شاه ولاړيو.))د هلمند داطلاعاتو فرهنګ ادارې مسئولين په داسې حال کې له څو تاريخې ځايونو د خلکو د ايستلو خبر ورکوي، چې په دغه ولايت کې د بست تاريخي کلا په ګډون تر ۸۰ پورې نورې لويې تاريخي کلا ګانې او لرغونې سيمې شتون لري، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د نه پاملرنې له امله زياتره يې اوس د نړيدو له ګواښ سره مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *