
د هرات د امنيې قوماندانۍ مسئولينو ويلي، چې په دغه ولايت کې يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او نيولي دي.د دغه ولايت امنيتي مسئولينو باختر آژانس ته ويلي، چې له ترورېزم سره د مبارزې مديريت ځواکونو په تېر يوه مياشت کې د يو لړ کشفي او اوپراتيفي عملياتو په بهير کې د ياد ولايت په مربوطاتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.د مسئولينو پر وينا، په دې لړ کې يې دوه تنه نيولي، چې دوسيې به يې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.