افغانستانخبرونه

په هرات کې تر دې مه ۴۴ کرنيزې پروژې پلې شوې

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسئولين وايي، چې تېر کال د ياد ولايت په ۱۹ ولسواليو کې ۴۴ کرنيزې پروژې پلې شوې دي.د دغه ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوي محمد نسيم سحر د باختر آژانس خبريال ته ويلي، چې په دغو پروژو تر ټولو مهمې د کمياوي سرو او اصلاح شويو تخمونو د ۵۵ زره بستو وېش او سلګونو کسانو ته د کار زمينې برابرول دي.سحر دغه راز وويل، چې ياد رياست په تېر کال کې د زعفرانو د بيې د کنټرول په برخه کې هڅه کړې او د يوه کيلو زعفرانو بيه له ٢٠ زرو افغانيو څخه ١١٠ زرو افغانيو ته لوړه شوې ده.نوموړي زياتوي، چې د ۲‎ زره هکتاره پستې بڼونو د پراخولو وړانديز شوې پروژې هم يې اړوند وزارت ته وړاندې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *