افغانستانخبرونه

په نيمروز کې ۶ کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي

د نيمروز امنيتي مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په کنګ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ۶ کيلو ګرامه ښيښه يي ډوله نشه يي توکي کشف او نيولي دي.د نيمروز د درېيم سرحدي کنډک قوماندان ملا محمد ابراهيم حاجي هېواد باختر آژانس ته ويلي، چې دغه نشه يي توکي د کنګ ولسوالۍ د ازبکزي په کلي کې د درېيم سرحدي کنډک د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ په طلايي کلي کې يو کس له ۱۲ ډبو ميټاډين ګوليو سره يو ځاي نيول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *