
په نيمروز کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته راګرځولو تخنيکي کمېټې له خوا د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې ۴۸۶ جرېبه دولتي ځمکه تثبيت کړې ده. د يادې کمېټې غړي مولوي عبدالقيوم حماد باختر آژانس ته ويلي، چې د زرنج ښار په مالدارو کلي کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي او بېرته راګرځولو د تخنيکي کمېټې د عملياتي پلان له مخې، ۴۸۶ جرېبه ځمکه د املاکو د دفترونو او کادستري نقشې له مخې دولتي تثبيت کړې ده.د يادونې وړ ده، چې د يادې کمېټې له جوړېدو وروسته تر دې دمه په نيمروز کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه تثبيت شوې ده.