
په نيمروز کې اورښتونو او سختو بادونو د کورنيو بېځايه شويو خيمې ويجاړې کړې دي.په نيمروز کې دغه بېځايه شوي په خورا زياته سړه هوا کې په خيمو او کورونو کې ژوند کوي او يو شمېر يې د هوا د سړېدو او امکاناتو نهشتون له امله ناروغه شوي دي.بېځايه شوي احياءالدين وايي: ((دولت زموږ غم وخوري او موږ ته دې سرپناه راکړي.))بېځايه شوې ماه ګل وايي: (( موږ د خدای هېڅ نهلرو، له موږ سره دې مرسته وکړي، غريب او بېوزله يوو.))دغه بېځايه شوي چې شمېر يې اوياوو کورنيو ته رسېږي، د نيمروز د بدني روزنې ادارې له لوري په سپورتي لوبغالي کې ځای پرځای شوي دي.بېځايه شوې خال بيبي وايي: (( د شپې په سړه هوا کې له خپلو بچيانو او لمسيانو سره بېخي لړزې واخيستلم. کور مې ړنګ شو، د خدای څه نهلرو. کمبلې مو نه درلودې چې پر سر يې ونيسو.))د نيمروز د بدني روزنې آمر عبدالشکور نوابي زياتوي: (( پرېکړه مو کړې چې د هغوی ځاني زيان ژغورنې لپاره کوچيان د بدني روزنې سالون ته انتقال کړو.))ورته مهال، د نيمروز سيمهييز مسئولين له مرستندويه بنسټونو او سوداګرو غواړي چې پهدې ولايت کې له بېځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړي.د نيمروز د کډوالو او راستنيدونکو چارو رئيس صديقالله نصرت وايي: (( موږ له ټولو بډايه کسانو او هغوی خير غوښتونکو غواړو، چې د خوړو او پوښاک په برخه کې هغوی ته رسېدنه وکړي.))د نيمروز د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس محمد قاسم وايي: (( موږ دلته راغلي يوو ،چې هغوی ته لومړني توکي، خوراکي توکي او کمبلې راوړو.))په دې تېرو څو ورځو د هېواد زياتې سيمې د واورې ورېدو او هوا سړيدو شاهدانې وې، چې له امله يې بېځايه شوې کورنۍ له خورا زياتو ستونزو سره مخ شوې دي.