
په نيمروز کې د لشکري کانال د پاکولو پروژه د څه باندې څوارلس ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوه. په نيمروز ولايت کې د لشکري کانال د پاکولو پروژه د څوارلس ميليونه او دوه سوه زره(۱۴۲۰۰۰۰۰ ) افغانيو په ارزښت د لاندني هلمند دسينديزې فرعي حوزې درئيس ښاغلي مولوي سيد محمد ولي آغا، د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ درئيس ښاغلي حبيب الله الهام او يو شمېر نورو سيمه ييزو مسئولينو په شتون کې پيل شوه. د لاندني هلمند سينديزې فرعي حوزې رئيس د يادې پروژې په پرانيست غونډه کې د دې پروژې د اهميت په هکله خبرې وکړې.ټاکل شوې ، چې ياده پروژه په دوو فازونو کې د ۲۵ ورځو په موده کې بشپړه شي او بودجه يې د افغانستان داسلامي امارت له خوا ورکول کېږي.