
په نيمروز کې د اورلګېدنې له کبله خلکو ته درې ميليونه افغانۍ زيان اوښتی.د نيمروز د اطلاعاتو فرهنګ رېيس مفتي حبيب الله الهام رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه وړمه ورځ په مرکز زرنج ښار کې د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځته شوې.د ده په خبره: په اور لګېدنه کې ۱۲ دوکانونه سوزېدلي دي.