
په نيمروز کې د څښاک د پاکو اوبو نشت خلک اندېښمن کړي او د زرنج ښار په سرشېله سيمه کې يوه سوداګر هڅه کړې چې د خلکو د څښاک اوبو ستونزې هوارې کړي.حاجي عبيدالله نورزي په دې سيمه کې د يو ميليون او څلور سوه زره افغانيو په لګښت درې څاګان کيندلې، چې هره ورځ ډېر ټانکرونه ډکېږي او په خلکو وېشل کېږي.يو شمېر ځايي خلک او چارواکي د دغه اقدام هرکلي کوي او نور سوداګر هم دې ته هڅوي چې دا ډول کړنې ترسره کړي..د زرنج ښاروال مولوي صلاح الدين ممتاز وايي: (( موږ له ټولو سوداګرو څخه غواړو چې داسې نېک کارونه وکړي، په نيمروز کې ډېر داسې کارونه شته دي چې زموږ سوداګر په کې همکاري کولای شي.))دی زياتوي ،چې له هغو څاګانو څخه چې د يوه سوداګر له خوا کېندل شوي، هره ورځ ۴۰۰ ټانکره اوبه ايستل کېږي او په زرنج ښار او شاوخوا سيمو کې پر خلکو وېشل کېږي.د يوه ټانګر څښتن چې زرنج ښار ته اوبه رسوي، د ياد سوداګر دغه کار ستايي او وايي: (( تر دې وړاندې به موږ د سهار له اوو بجو څخه له خپل ټانکر سره د تروشو اوبو لپاره په نوبت کې ولاړ وو، تر ۱۲ بجو به موږ ته نوبت نه رسېده او هر ټانکر اوبه به مو په دوه سوه افغانۍ اخيستې. اوس د خدای شکر دی، چې دغه سوداګر د خلکو لپاره د څښاک د اوبو څاګانې کيندلې او اوبه يې د نورو څاګانو په پرتله پاکې هم دي. له دې ځايه موږ ته وړيا اوبه راکول کيږي.))د زرنج ښار اوسېدونکي عبدالغفار تاجک د دغه څاه ګانو د اوبو په اړه وايي: ( ما هم دغه څاه ګانې له نږدې ليدلې او له هغې څخه مې اوبه څښلې دي، له خوږو اوبو کمې نه دي، ښاريان په خپلو شخصي موټرونو يا د همدغو ټانکرونو په واسطه کولای شي چې له دغو اوبو څخه برخمن شي.))هغه د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې په دې ولايت کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاس رسي لپاره په دغه ولايت کې د اوبو رسونې لويې پروژې عملي کړي.ديني عالم مولوي علي جان محمدي د نوموړي سوداګر دا اقدام د ثواب عمل بولي او وايي: ((له مسئولينو غواړو چې دغه څاګانې وساتي چې وچې نه شي.))په همدې حال کې حاجي عبيدالله نورزي ژمنه کوي ،چې د څښاک اوبو په اړه د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي او هوډ لري چې د خلکو لپاره نورې څاه ګانې هم وکيني:(( که په دغو څاه ګانو سره د خلکو ستونزې حل نه شي، هڅه کوم چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره نورې څاه ګانې هم وکينم، د دغو څاه ګانو لګښت يو ميليون او ۴ سوه زره افغانۍ شو، خو بيا هم که اړتيا شوه زه چمتو يم چې له خپل شخصي جيب څخه نورې پيسې هم ولګوم.))
دا په داسې ده چې د وچکالۍ له کبله د نيمروز ګڼ اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ دي، هغوي د خپلې اړتيا وړ اوبه په لوړه بيه اخلي، خو ډېرې کورنۍ بيا د خپلې اړتيا وړ د څښاک اوبو د اخيستو توان نه لري. احمدي