افغانستانخبرونه

په نورستان کې يو شمېر پروژې پلې کېږي

د افغانستان د کليو بيا ودانولو موسسې مسئول رضوان الله د نورستان له والي حافظ محمد آغا حکيم سره په ليدنه کې وويل، چې دغه موسسه غواړي په دغه ولايت کې د ۱۳ميليونو يورو په ارزښت يو شمېر پروژې پلې کړي.په دغه کتنه کې رضون الله وويل، چې په دغه کال کې به ياد ولايت کې د کرنې اړوند د ساختمانونو او خلکو ته د سرپنا په جوړولو او نورو برخو کې د عامو خلکو لاسنيوي په موخه يو شمېر پروژې پلې کړي. نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې دغه ولايت ته به خپل دفتر را انتقال کړي، څو له نږدې د پروژو څارنه وکړي.په ورته وخت کې د نورستان والي حافظ محمد آغا حکيم د يادې موسسې مسئولينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دې برخه کې د ولايتي ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ او سکتوري رياستونو ته يې لارښوونه وکړه، چې په اړوندو برخو کې خپلې برنامې د دغې همکارې موسسې سره شريکې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *