افغانستانخبرونه

په نورستان کې د موټر چپه کېدو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نورستان ولايت په نورګرام ولسوالۍ د يو ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي. د سيمې اوسېدونکي وايي، چې ياده پېښه وړمه ورځ له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ د ثوريل په نامه سيمه کې رامنځته شوې ده .د نورستان د والي وياند سيف الدين لټون ويلي په دغه پېښه کې درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان شوي، چې په خبره يې ټپيان د نورګرام ولسوالۍ او لغمان ولايتي روغتونونو ته رسول شوي او حالت يې د ډاډ وړ دی .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *