
په ننګر هار کې له سلو ډېرو يتيمو ماشومانو ته د زړه کړو زمينه برابره شوې
ننګرهار کې يو خصوصي هنري مرکز له سلو ډېرو يتيمو ماشومانو ته د زړه کړو زمينه برابره کړې دې مرکز مشر وايي، چې ياد شمېر يتيموماشومانو ته د خطاطۍ، رسامي د هنر د تدريس ترڅنګ ځينې نور علوم هم تدريسوي. ننګرهار کې د عزت آرت په نامه يوه خصوصي هنري مرکز له سلو ډېرو يتميو ماشومانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده.د ياد مرکز مشر عزت الله عزت رسنيو ته ويلي، چې اوسمهال په روزنيز مرکز کې ورسره شاوخوا ۷۰ يتيمې نجونې او له ۴۰ ډېر يتيم هلکان په زده کړو بوخت دي.عزت وايي: ياد شمېر يتيمې نجونې او هلکانو ته په رسامي، خطاطۍ، انګليسي او ديني برخو کې زده کړې ورکوي.نوموړی زياتوي: ((تر خپلې وسې به د بېوزلو هېوادوالو لاسنيوي کوم، همدا مې وسه ده، نور د ځای د کمښت له امله د شاګردانو د جذب توان نه لرم.)) دی دغه راز زياتوي، چې که يې لاسنيوي وشي کولي شي د خپلو خدمتونو ساحه لا پراخه کړي او غوښتنه کوي، چې که په هر مسلک کې خلک د يتيمو ماشومانو د روزنې لپاره يوه برخه جلا کړي ښايي د دې ټولنې هېڅ ماشوم بې زده کړو پاتې نه شي.عزت زياتوي: (( ډېری کورنۍ دلته راځي چې د پيسو توان نه لرم، نو موږ مجبور يو هغه ته دا زمينه برابره کړو ټولنه پر موږ حق لري دا ماشومان پلرونه نه لري څه وکړي.)) مليحه او صباح هغه يتيمې نجونې دي، چې په دې روزنيز مرکز کې زده کړې کوي.دوی وايي: ډېرې هيلې لري، خو په دې فکر دي، چې د پلار په نشتون کې به يې څنګه پوره او ور وبه رسېږي که نه.ښايي دا د يتيمو ماشومانو د روزنې لپاره لومړني او يا هم وروستي ځای نه وي، چې فعاليت کوي؛ خو ځوانان په دې باور دي که د هر مسلک لاروي دا ډول اقدام وکړي ښايي د ټولنې راتلونکي له ستونزو خالي وي.