
د ننګرهار کرنې رياست له لوري(( يو نيالګي د ځان او بل د افغانستان لپاره)) په نامه د پسرلينو نيالګيو اېښودل کمپاين پيل شو.د کمپاين د پرانيستې پرمهال د کرنې رئيس عيدالستان محمد وويل، چې سږکال به ننګرهار کې پنځه نيم ميليونه ميوه لرونکي او غيرې ميوه لرونکي نيالګي د ښار او ټولو ولسواليو په عامه ځايونو کې کينول شي، چې نن يې پيل له جلال آباد ښار څخه وکړ.محمد زياتوي: (( سږکال د ننګرهار په درې قوريو کې پنځه نيم ميليونه نيالګي روزل شوي ا و د دې کمپاين پرمهال به ياده اندازه نيالګي په ښار او ولسواليو کې کېنول شي، په دې ۹ سوه زره يې ميوه لرونکي، څلور نيم ميليونه يې غير مثمر دي او دوه سوه زره يې زينتي نيالګي دي او د دې ترڅنګ سږکال د کرنې رياست په قوريو کې د نيالګي روزنه د تير په پرتله ۳۵ سلنه زياته شوې.))په ورته مهال د ننګرهار دچاپېريال ساتنې ادارې رئيس انجنير فيرزو محمدزی هم د ياد کمپاين له پيلېدو خوښ دی او وايي: د نياګيو ايښودل به د چاپېريال ساتنې او همدارنګه د هوا دککړتيا د مخنيوي په برخه کې مرسته وکړي.محمدزي زياته کړه: (( نيالګي د هوا د پاکوالي په برخه کې مهم رول لري، د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره بايد نيالګي زيات وکرل شي او د دې ترڅنګ بايد د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره په نورو برخو کې هم کار وشي.))بل لور ته ولسي خلک که څه هم د نيالګيو د ايښودل کېدو د کمپاين له پيلېدو ملاتړ کوي، خو له مسئولو ادارو د يادو نيالګيو د پالنې او ساتنې غوښتنه هم کوي.دوی وايي: هرکال د کرنې رياست او نورو دولتي ادارو له لوري په ښار او ولسواليو کې ميليونه نيالګي کېنول کېږي، خو ساتنه يې سمه نه کېږي او له همدې امله له منځه ځي.د ننګرهار دوه اوسيدونکي خان محمد کاکړ او ضياالدين همت مل وايي.همت مل زياتوي: (( هر کال زرګونه نيالګي کېنول کېږي ،خو پالل کېږي نه يعنې نه ساتل کېږي او تر بل کال نه پاتې کېږي، نو په کار ده چې بايد په ساتنه کې يې خلک اوحکومت جدي کار وکړي.))کاکړ زياتوي: (( کوم نيالګي چې کرنې رياست له لوري کينول کېږي بايد په خلکو يې د ساتنې په برخه کې سپارښتنه وکړي او بل کال ته ورڅخه پوښتنه وکړي، چې د نيالګيو د ساتنې په برخه کې يې څه کړي.))په ورته مهال بيا د کرنې رياست مسئولين هم مني ،چې د خلکو د نه پاملرنې له امله زياتر نيالګي له منځه ځو، خو ټينګار کوي، چې سږکال به له نورو کلونو سره په توپير نيالګي ووېشي.د ننګرهار د کرنې مولوي عبدالستار وايې: د ټولنې هر فرد مکلف دی، چې د يوه نيالګي د کينولو ترڅنګ له مسئولينو سره د دغو نيالګيو په ساتنه کې هم پوره مرسته وکړي.محمد زياتوي: (( کوم نيالګي چې ايښودل کېږي او يا کرل شوي نو ددې ساتنه د خلکو دنده هم ده، چې بايد د نيالګو په کرلو او ساتنه کې پوره برخه واخلي او وکولای شو سمسور چاپېريال ولرو.))ولسي خلک تر ډېره دا نيوکه کوي چې ډېرکله دولتي ادارې هغه چاته نيالګي وېشي کوم ،چې سمه ساتنه او پالنه يې نه کوي.خود کرنې رياست مسئولين وايي، سږکال به هغه چا ته نيالګي وويشي ،چې په سم ډول يې پالنه کوي.