افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې ګډ حشر ترسره شو

د جلال آباد ښاروالۍ د ښار پاکوونې يو ورځني ګډ حشر ترسره کړ، چې په کې د تنظيفاتو پر کارکوونکو سربېره ولسي خلکو هم ګډون کړی و.د ښاروالۍ وياند بختي جان مراد وايي: د ياد حشرهدف د ښار پاکوالي ته د خلکو پام اړول او دغه راز د چاپېريال ساتنې فرهنګ دودول دي.مراد زياتوي: (( نن مو د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د ښار په داخل کې د ښار پاکوالي په هدف يو ورځني حشر ترسره کړي، هدف يې عامه پوهاوی دی او دغه راز ولسونو ته پيغام ورکول دي، چې له ښاروالۍ سره د پاکوالي په برخه کې همکاري وکړي؛ ځکه يوازې ښاروالي نشي کولای ښار پاک وساتي.))په ورته مهال د ښاروالۍ د تنظيفاتو آمر حضرت علي له ولسونو وغوښتل ،چې د ښار په پاکوالي کې له دوى سره مرسته وکړي.نوموړی وايي: هڅه کوي، چې د ښاري نظم لپار لاسي پلورونکو ته هم مناسب ځای پيدا کړي.حضرت علي زياتوي: (( له ښاريانو مو غوښتنه دا ده، چې دوی دې د ښار د پاکوالي په برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي او دغه راز دې کثافات مشخصو ځايونو ته انتقال کړي.))د دغه حشر عام ګډونوال بازمحمد او محمد اصف دا اقدام ستايي ،خو د دوام غوښتنه يې کوي.دوی وايي: د ښار پاکوالي دوامداره پام غواړي او هر ښايي بايد دې برخې ته پام وکړي، خو زياتوي ،چې ښاروالۍ په ټوله معنی دې برخې ته ډېر پام نه کوي.بازمحمد زياتوي: (( يوازې ښاروالۍ نشي کولای ښار پاک وساتي، نو عام خلک بايد د ښار پاکوالي ته پام وکړي او ښار خپل کور وګڼي او په پاکوالي کې يې مرسته وکړي.))محمد اصف زياتوي: (( دا ډول حشر ترسره کول د ښار پاکوالي لپاره مهم دی او خلکو ته په کار ده چې د خپل کور چاپېريال او ښار پاکوالي ته پام وکړي، ځکه ښار د ټولو خلکو کور دی.))ښار د پاکوالي په موخه دا حشر داسې مهال ترسره کېږي، چې ښاريان د ښار په داخل او ناحيو کې د کثافاتو له زياتوالي شکايت کوي او غوښتنه کوي چې ښاروالي بايد ورته پام وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *