افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې پر ۱۷۰ جرېبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړېږي

د ننګرهار د کانال رياست مسئولينو ويلي، چې د دغه ولايت په هډې فارم کې د ۱۰،۵ لس اعشاريه پنځه ميليونو افغانيو په لګښت د مالټو د بڼوڼو جوړولو چارې پيل شوې. د ننګرهار کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم وايي، چې د دوو کرنيزو شرکتونو له لوري د هډې فارم لومړي او شپږم بلاکونو کې پر ۱۷۰ جرېبه ځمکه چې له کلونو شاړه پرته وه د مالټو بڼونه جوړېږي.د کرنيزو شرکتونو مسوولينو ويلي، چې په دغه ۱۷۰ جرېبه ځمکه شاوخوا ۱۵ زره د مالټو لومړۍ درجه بوټي اېښودل کېږي، چې۱۲۰ تنو ته به په کې مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي. د يادونې وړ ده، چې په ننګرهار کې په ۱۲ زره جرېبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي، چې سږ کال ترې د اټکل له مخې ۲ زره ۱۰۰ ټنه مالټې بازار ته وړاندې شوې دي. باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *