
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي ،چې په دې ولايت کې يې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په هدف هڅې ګړندۍ کړي دي.د عامې روغتيا رئيس عبدالرحيم قلندرزی وايي: په تير يوه کال کې يې د ننګرهار د معتادينو د درملنې په روغتون کې د ۱۹۷ ميرمنو او ۷۷۲ ماشومان په ګډون يې پر نشه يي توکو د روږدو ۲۱۰۰ کسانو درملنه کړې.نوموړی همداراز زياتوي: په پلان کې لري، چې په نوي لمريز کال کې تر درملنې وروسته يادو کسانو ته د وړو کاروبارونو او حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي.قلندرزی زياتوي: (( د عامې روغتيا رياست له لوري د ۲۱۰۰ په نشه يي توکو روږدو کسانو درملنه شوې چې ۷۷۲ ماشومان او ۱۹۷ مېرمنې دي، موږ په پلان کې لرو، چې معتادینو کسانو ته په پنځو برخو کې دحرفوي زده کړو زمينه برابره کړو او دغه راز به له دې لارې دوی ته د وړو کاروبارونو زمينه هم برابره شي.))د جلال آباد ښار اوسيدونکي له چارواکو د نشه يي توکو د اصلي سرچينو د وچېدو ترڅنګ د يادو موادو د قاچاق د مخنيوي غوښتنه کوي.د جلال آباد ښار اوسېدونکي نواب او عبيد الله دغه راز له حکومت څخه د نشه يي توکو د مخنيوي ترڅنګ ځوانانو ته د کاري زمينو پر برابريدو ټينګار کوي.
نواب زياتوي: (( په جلال آباد ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د زياتېدو له ستونزو سره مخ کړي يو او له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د دوی مخنيوی دې وکړي او دغه راز دې د روږدو کسانو درملنه وکړي.))عبيدالله زياتوي: (( په ښار کې پر نشه يي توکو روږدي کسان زيات شوي او د ښار په مختلفو ځايونو کې ناست وي او نشه يي توکي کاروي له حکومته غواړو ،چې دا کسان دې تداوي او بيا دې ورته د کار زمينه برابره کړي.))په ورته مهال روږدي کسان هم وايي: چې زياتره يې د بې روزګارۍ له امله په نشه یي توکو روږدي شوي او غوښتنه کوي، چې حکومت دې دوی ته کاري زمينې برابرې کړي او هم دې د دوی سمه درملنه وکړي.((که چيرې موږ ته د کار زمينه برابره شي، نو هېڅ وخت به موږ نشه يي توکي ونه کاروو، حکومت دې زموږ سمه درملنه وکړي او هم دې راته د کار زمينه برابره کړي ځکه زياتره ځوانان د بې روزګارۍ له امله نشه يي توکي کاروي.))نظرشاه زياتوي: (( زه په خپله موټر چلوونکی او مستري هم يم، خو د بې روزګارۍ له کبله په نشه يي توکو اخته شوي يم، دی غوښتنه کوي ،چې حکومت دې زموږ تداوي وکړي او هم دې د نشه يي توکو اصلي قاچاق کوونکي ونيسي.))د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې: اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا درې نيم ميليونه کسان پر نشه يي توکو اخته دي، چې يوازې شل زره يې د درملنې په موخه راټول شوي دي.