خبرونه

په ننګرهار کې يو کانال ورغول شو

د ننګرهار ځايي مسئولين وايي، چې د ياد ولايت د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث سيمه کې د اسلاميک ريليف موسسې په مالي ملاتړ د ۶ ميليونو۵۰۰ زره افغانيو په لګښت يو کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.د ننګرهار د کرنې، اوبولګولواو مالداري رئيس مولوي عبدالستارمحمد وايي، چې دغه کانال ۲۸۶ متره استنادي دېوال، د اوبو د کنټرول ۴ ورخونه او ۱۰ پُلګوټي لري، چې ۲۱۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي.د يادونې وړ ده، چې په دغې پروژه کې ۱۰۶۸ کسانو ته د کارزمينه برابره شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *