
د ننګرهار برېښنا حوزې د رهبرۍ له لورې د جلال آباد ښار داتمې ناحيې اړوند لاجګړ کلي کې د برېښنا د نوې شبکې په پرانېستو سره ۲۱۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې. ياده پروژه چې د ۳۱۵ کېلوولټ امپير په ظرفيت دوه ترانسفارمرونه پکې شامل دي او ټولټال ۶۳۰کېلوولټ امپير کېږي، سلګونه نورو کورنيو ته هم ترې برېښنا ورکول کېدای شي. د افغانستان برېښنا شرکت له ټولو پېرودونکو غواړي، چې د برېښنا دلګښت پيسې پر وخت تحويل کړي او د برېښنا له ټولو تاسيساتو چې د بيت المال او ملي شتمنۍ اړوند دي ساتنه وکړي.