
د ننګرهار د کليو پراختيا رېيس وايي: په دغه ولايت کې له درې زرو ډېرې پراختيايي پروژې نيمګړې پاتې دي.مولوي قسمت الله مجاهد لا وړمه ورځ د خپلو لاستو راوړنو په اړه په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل ، چې د تېر يو کال په موده کې يې ۳۹۴ پروژې په بېلابېلو برخو کې بشپړې کړې او ۸۳ يې تر کار لاندې دي.نوموړی وايي: د دې ترڅنګ د ۸۱ نورو پروژو د پيل لپاره يې سروې پيل کړې ده.دی همداراز زياتوي ،چې شاوخوا ۳۰۴۶ بېلابېلې پروژې لا هم نيمګړې پاتې دي، چې له جملې يې يوازې درې زره د ولسي تړون پروګرام اړوند دي. (( په ننګرهار کې دوه ډوله پروژې نيمګړې پاتې دي ،چې يو ډول يې د نړيوال بانک پورې اړه لري لکه ولسي تړون او نورې او بل يې له ماليې وزارت پورې چې تړاو لري ،چې نږدې وخت کې به يې چارې پيل شي او اوسمهال ننګرهار د کليوپراختيا رياست تر چتر لاندې ۳۰۴۶ پروژې نيمګړې پاتې دي.)) د کليو پراختيا رئيس وايي: په پراختيايي پروژو کې لومړيتوب هغه سيمو ته ورکوي، چې د تېرو جګړو پرمهال محرومې پاتې دي. ((موږ په ټولو ولسواليو کې متوازن انکشاف برخه کې کار کوو او نفوس ته په کتو په کې پرختيايي پروژې پلې کېږي، هغه ولسواليو ته لومړيتوب ورکول کېږي، چې په تيرو وختونو کې له پراختيايي پروژو پاتې وي او پراختيايي پروژې په کې د جګړو له امله نه وې پلې شوې. )) عام خلک بيا د پراختيايي پروژو په برخه کې له حکومت نه ګيله من دي.دوی وايي: اړوندې ادارې يواځې ښار او ښار ته نېږدې ولسواليو کې د ولسوالۍ شاوخو کليو ته پام کوي؛ خو لرې پرتې سيمې ترې هېرې وي.د ننګرهار دوه اوسېدونکي حسن زی او نصيب الله وايي: (( زموږ غوښتنه دا ده، چې په ټولو سيمو کې يو ډول پروژې پلې شي.)) (( په ټولو سيمو کې دې يو ډول پروژې پلې شي ،ځکه يوازې په هغه سيمو کې دا پراختيايي پروژې پلې کېږي چې ښار ته نږدې وي.)) د کليو پراختيا رياست چارواکي هم ډاډ ورکوي، چې دوی به په مساوي ډول سيمو ته پراختيايي پروژې ورکوي، خو وايي د دوی مالي برخه د محدوديتونو له امله يو څه ټکنۍ ده.