
په ننګرهار کې د ۴۲ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو شپږ شبکو د رغونې چارې پيل شوې. په ننګرهار ځايي چارواکو وايي، چې د يونيسف ادارې په ۴۲ ميليونه افغانيو مالي لګښت او د کوار ادارې په تخنيکي همکارۍ د اوبو شپږ شبکو د رغونې چارې پيل شوې، چې د درېيو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او څلور زره کورنۍ به د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمنې شي.چارواکو ويلي، چې د اوبو دا شبکې کالونه وړاندې د کانال رياست په ملکيت کې جوړې شوې وې، چې اوسمهال تخريب او غير فعاله وې.په يوه بل خبر کې راغلي، چې يونيسف د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د سولري برېښنا يوه سل کيلو واټه پروژه په ۷ ميليونه افغانيو بشپړه او ګټې اخيستنې ته سپارلې ده.