افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې د ۳،۳ کيلو مټره سړک د کانکرېټ کېدو چارې پېل شوې

د جلال آباد ښاروالۍ اړوند د نهمې ناحيې په (( په اتلسم او يوويشتم)) ګذرونو کې د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د ۳،۳ کيلو مټر سړک د ۶ مټره پلنوالي په اندازه د ۷،۱۸اتلس اعشاريه اووه ميليونه افغانېو په لګښت د کانکرېټ کولو چارې وړمه ورځ د يو قراردادي شرکت ((حميد شريف)) له لوري د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.په دغه تړاو په جوړو شويو مراسمو کې د جلال آباد ښاروالۍ مرستيال مولوي مؤمن حميد، تخنيکي او سکتوري چارو رئيس مولوي انجنير عبيدالله شيرزاد، د نهمې ناحيې آمر نصيب الله ثاقب، د څار او ارزونې آمر سمسور ملکزي، ديني علماءکرامو، ګذر وکيلانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.مرستيال ښاروال وويل، چې د خوښۍ ځای دی، چې نن د خپلو ولسونو په منځ کې په داسې يوه غونډه کې ګډون کوم، چې د آبادۍ او پرمختګ غونډه ده. نوموړي وويل، چې په نهمه ناحيه کې ډېر کار ته اړتيا ده، موږ هم ورته په ټولو برخو کې خاص پام کوو او د پروژو زياته برخه مو ورکړې او هم مو له نورو مؤسيساتو سره خبرې کړې، ترڅو په دغه ناحيه کې په مختلفو برخو کې فعاليت ترسره کړي.په ورته مهال د تخنيکې او سکتوري چارو رئيس وويل، چې په دغه سړک باندي ۷،۱۸اتلس اعشاريه اووه ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د جلال آباد ښاروالۍ له داخلي عوايدو ورکول کېږي.نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل، چې دغه ناحيه کې دېته ورته نوروې پروژې هم لرو چې نږدې ورځو کې به يې لخيره د پيل شاهدان اوسو.په عين حال کې يې د سيمې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د کارونو په څار او نظارت کې موږ سره همکارې وکړي او هم يې تر جوړېدو وروسته مراقبت او ساتنه وکړي.د غونډې پرمهال د سيمې خلکو له ښاروال مننه وکړه، چې د دوی غوښتنه يې د سړک جوړېدو په برخه کې ومنله او ورته يې منظور کړل.دوی وويل، چې د دغه سړک په پخېدو سره به له ډېرو ستونزو خلاص شې.ياد سړک جوړيدو سره به سلګونه د سيمې اوسيدونکو ته د کار کولو زمينه برابره شې، چې چارې به يې د ۶ مياشتو په موده کې بشپړې شې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *