
په ننګرهار کې د يو خصوصي پوهنتون د زده کړه يالانو د توليداتو او لاسته راوړنو لپاره دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو.دغه نندارتون په ننګرهار کې د التقوا خصوصي پوهنتون له لوري جوړ شو، چې په کې د اقتصاد پوهنځي د زده کوونکو په لاس جوړ شوي لاسي صنايع، نوښتونه، خوراکي او بېلابېل توکي په ۳۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.د ياد پوهنتون رئيس خوشحال جواد ويلي: د نندارتون له جوړېدو يې هدف محصلين په خپل مسلک برلاسي کول، د علمي کچې لوړول، د کورنيو توليداتو او صنايعو لپاره بازارموندنه ده.جواد زياتوي: ((دپوهنتون د اقتصاد پوهنځي د زده کړه يالانو له لوري په دې نندارتون کې په ۳۰ غرفو کې د دوی په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته ايښودل شوي او هدف يې زده کړو ته د محصلينو هڅول، د علمي سويې لوړول او هم به له دې لارې وکولای شي ځان ته په راتلوونکې کاروبار برابر کړي.))د نندارتون ګډونوال او محصلين سيد نثار او عثمان علي بيا خوښ دي،چې خپل توليدات يې نندارې ته اېښي. دوی تمه لري چې د دا ډول نندارتونونو په جوړېدو سره به نه يوازې کورنيو توليداتو ته بازار موندنه وشي، بلکې د محصلينو د علمي سويې په لوړولو کې هم مهم رول لرلی شي.سيد نثار زياتوي: (( محصلين ډېر خوشحاله دي چې د دوی په لاس جوړ شوي توليدات نندارې ته اېښودل شوي او په دې سره محصلين لا هڅېږي چې په خپل مسلک کې کار وکړي.))عثمان علي زياتوي: ((زه ډېر خوشحاله يم چې په خپل لاس جوړ شوي توکي مې دلته نندارې ته ايښي، ځکه موږ اوس کولای شو، چې په راتلوونکې کې خپل ځان لپاره کاروبار برابر کړو، نو دا ډول نندارتونونه د محصلينو لپاره په عملي زده کړو کې ډېر زيات ګټو دي.)) د پوهنتون استاد شاکرالله هم د زده کړه يالانو په لاس د جوړو شويو توکو لپاره د دا شان نندارتونو جوړېدل ګټور بولي او وايي: که پام ورته وشي، نو زده کړه يالان به يې ډېرې لاسته راوړنې ولري.
شاکرالله زياته کړه: (( د محصلينو د عملي کار او د علمي کچې لوړېدو لپاره دا ډول نندارتونو جوړېدل ډېر مهم او ګټور دي، ځکه دوی، چې څه نظري لوستي او بيا يې عملي کوي،نو دوی په خپل مسلک برلاسي کېدای شي او په راتلوونکې کې کولای شي په خپله ځان لپاره کاروبار برابر کړي.))د نندارتون ځينې نور ګډونوال بيا دا ډول نندارتونونه د کورنيو توليداتو د پېژندنې لپاره ډېر ګټور بولي.دوی ټينګار کوي که مسئولين د کورنيو توليداتو لپاره د پلور بازار برابر کړي خپل توليدات به لا زيات کړي.