افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې د کورنيو توليداتو نندارتون پرانيستل شو

د ننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار په امپراتور هوټل کې د سوداګرۍ، صنعت او کرنې خونو له لوري د ( (عاليست افغانيست)) تر سرليک لاندې د بېلابېلو کورنيو توليداتو نندارتون پرانيستل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.په دې نندارتون کې د هېواد دبېلابېلو ولايتونو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو خپل توليدات په ۱۷۰ غرفو کې نندارې ته ايښي، چې په کې وچې او تازه مېوې، سبزيجات، حبوبات، بيکري، ماشين الات، تعميراتي مواد، قالينې او نور بېلابېل خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي.د ياد نندارتون د پرانيستې پر مهال د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند وويل، چې موږ درې تاريخي عايداتي سرچينې زراعت، مالداري او صنعت لرو؛ که ورته ښه پاملرنه وشي په ټولو برخو کې به خودکفا شو.دننګرهار والي وويل، چې موږ ښه هوا، ډېرې اوبه، پراخې کرنيزې ځمکې، قيمتي کانونه او په ټولو برخو کې ښه کادرونه لرو او پر ولسونو يې غږ وکړ چې همدې شتمنيو ته په کتلو په خپل هېواد کې پاتې شئ او کار وکړئ.د سوداګرۍ خونې عمومي رئيس محمد يونس مومند او د کرنې خونې رئيس حاجي خان محمد دصنعت او سوداګرۍ برخه کې پر مهمو لاسته راوړنو خبرې وکړې، د وطني توليداتو دملاتړ ترڅنګ يې د جلال اباد – کابل ددويم لين سړک دجوړېدو، صنعتي پارکونو ته د برېښنا او فابريکو ته د ځمکو په ورکړې کې غوښتنې وکړې.همدا راز د ننګرهار دصنعت او کانونو خونې رئيس حاجي تورملنګ، د کرنې خونې رئيس انجنير محمد قاسم يوسفي او د دې ولايت د سوداګرۍ خونې رئيس حاجي ګلمراد د ننګرهار دوالي د همکارۍ ستاينه وکړه او د ځمکو، برېښنا او دوی پورې اړوندو نورو ستونزو په حل کې يې وړانديزونه وکړل.د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو رئيس حاجي سيد محمد نعيم محمدي او د کرنې وزارت تخنيکي معين مولوي صدراعظم صنعتکارانو ته د ځانګړي طرزالعمل له مخې د ځمکو وېش، د برېښنا ستونزې حل، د وطني توليداتو ملاتړ او دوی ته په نورو برخو کې د سهولتونو په رامنځته کېدو د اجرآتو ډاډ ورکړ.د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ددفتر رئيس شيخ تاج الدين صنعتکارانو او سوداګرو ته د امنيت ډاډ ورکړ همدا راز د استيناف محکمې رئيس شېخ محمد ګلاب فاروقي د اسلام مبارک دين له نظره د خودکفايۍ پر اهميت خبرې وکړې.مسئولينو وطني توليدات وليدل او خوښي يې وښوده چې په هېواد کې په لوړ معيار توکي توليدېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *