افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې د مالټو بڼ جوړېږي

د ننګرهار کانال رياست اړوند هډې فارم دويم بلاک ۴۳ جريبه ځمکه د ۵ ميليونو افغانيو په لګښت د مالټو بڼ د جوړولو چارې پيل شوې.د دغه ولايت د کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم وويل، چې دا ځمکه له کلونو راهيسې شاړه پرته وه، چې افغان کرنيز شرکت ته په قرارداد ورکړل شوه او د ياد شرکت له لوري به پرې د ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د مالټو بڼ جوړ شي.مولوي کظيم زياته کړه، چې په دې بڼ کې اوس ٢ زره ۸۵۰ د مالټو نيالګي ايښودل کېږي او وروسته به ورته نوره پراختيا هم ورکړل شي.د ده په خبره: ډېر ژر به په دې سيمه کې شاوخوا ١٢٠٠ جريبه نوره ځمکه هم کرنې او بڼوالۍ ته چمتو شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *