افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې د صنعتي پارک جوړېدو جدي غوښتنه

د ننګرهار په شېخ مصري ښارګوټي کې د فابريکو مالکين د صنعتي پارک د اساسي رغېدو غوښتنه کوي.صنتکاران شکايت کوي چې پارک ته تللي سړکونه يې وران او ويجاړ دي او ډېر کله د همدې لارو د خرابوالي له کبله يې نه يوازې سوداګريزې چارې ټکنۍ وې، بلکې د زيات ګرد له کله يې توليدات هم اغېزمن وي.د يادو صنعتکارانو له ډلې انجنير قاسم يوسفي وايي: په شېخ مصري صنعتي ښارګوټي خامو سړکونو او زياتو دوړو فعالو فابريکو ته زيان اړولی، چې له کبله يې د دوی پر توليداتو هم منفي اغېز کړی.يوسفي زياتوي: (( د شېخ مصري ښارګوټي سړکونه خام دي او له همدې کبله دوړې زياتې وي، نو امکان ډېر شته ،چې همدا ګرد او غبار فابريکو ته داخلېږي او هلته په توليد منفي اغيز کوي.))بلخوا، د ننګرهار د صنعت او معدن خونې رئيس حاجي تورملنګ هم ورته شکايت کوي او وايي: څه ډول چې لازمه ده، د صنعتي پارک سړکونه او د اوبو سيستم په اساسي ډول نه دي جوړ شوي.
نوموړي له حکومتي ادارو د شېخ مصري د صنعتي پارک په اساسي ډول د رغيدو غوښتنه کوي.
تورملنګ زياتوي: (( د ننګرهار د شېخ مصري صنعتي ښارګوټي سړکونه کندې او ېجاړ دي، نو غوښتنه کوو ې بايد د دغه پارک سړکونه او اوبو سيستم په اساسي ډول جوړ کړي؛ ځکه دلته توليدي فابريکې دي او ورته غځيدلي سړکونه قير شوي نه دي ، نو په کار ده چې بايد دا سړکونه جوړ شي.)) په همدې حال کې د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئيس سيد عبدالبصير پاچا هم شېخ مصري صنعتي ښار ګوټي کې يادې ستونزې مني او د حل په برخه کې يې صنتکارانو ته ډاډ ورکوي.پاچا زياتوي: (( د شېخ مصري ښارګوټي صنعتي پارک د سړکونو دجوړېدو کارونه يو څه کار روان دي او دا کارونه د ځينو ستونزو له امله ځنډيدلي وو، خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هدايت به بيا هلته د سړکونو د جوړيدو چارې پيل شي.))اوسمهال د ننګرهار په شېخ مصري ښارګوټي ټولټال ۳۵۰ صنعتي فابريکې په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي، چې په کې زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
خو د برېښنا نشتون او د تعرفو لوړوالي هغه لاملونه دي ،چې له امله يې په ننګرهار کې د صنعتکارانو چارې ټکنۍ کړي دي.تازه د دغه ولايت د صنعت او معدن خونې مسئولينو ويلي، چې د تعرفو د لوړوالي له امله په ننګرهار کې د شوکاڼي سوداګري په ټپه دريدلې او له همدې امله ۴۵ صنعتي فابريکې هم تړل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *