
په ننګرهار کې د HealthNet TPO ولايتي دفتر له لورې د غني خېلو ولسوالۍ روغتون لپاره د ۲ميليونه او ۳۴۰زره افغانيو په ارزښت جنراتور چې د ۱۲۰ کيلو واټه بريښنا ظرفيت لري وپيرل شو او رسماً د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د غني خېلو ولسوال ملا سيد نور سنګري، امنيه قوماندان اکرام علي، د شينوارو کلستر د روغتيا مسئول قاري شاه محمد هجرت او د HN-TPO مؤسسې مسئولينو ګډون کړي و. ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ياد روغتون چې په تېر کې د برېښنا د کمښت ستونزې سره مخ و مسئولينو يې خوښي څرګنده کړه، چې په نوي نصب شوي جنراتور سره به يې د روغتون د برېښنا ستونزه حل شي.