خبرونه

په ننګرهار کې د دولتي غصب شويو ځمکو د خلاصون هڅې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي: ټولې هغه ځمکې بېرته راګرځوي، چې په تېر کې يو شمېر زورواکو او مافيايي کړيو د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې غصب کړې دي.په همدې هدف يو ځانګړی کمېسيون جوړ شوی، څو د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې غصب شوې ځمکې له غاصبينو خلاصې کړي.په ننګرهار کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي د کمېسيون مشر او د دغه ولايت د کرنې رئيس مولوي عبدالستار محمد وايي، چې اوسمهال په ننګرهار کې څلور لکه پنځه اتيا زره جريبه ځمکه غصب شوې چې ډېر ژر به يې له غاصبينو خلاصه کړي.
محمد زياتوي: (( په ننګرهار کې اوسمهال څلور لکه او پنځه اتيا زره جريبه ځمکه غصب شوې، چې په دې کې د ټولو دولتي ادارو اړوندې ځمکې شاملې دي او د اراضۍ اړوند په کې دوه لکه پنځه اتيا زره جريبه ځمکه ده او همدارنګه موږ يې د خلاصون هڅې پيل کړي؛ څو دغه ځمکې له غاصبينو خلاصې کړو.))نوموړی وايي: هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په غصب شويو ځمکو کې د آبادۍ چارې ترسره او يا يې په خپله ولکه کې راولي.د ځمکو د غصب د مخنيوي کمېسيون وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره يې سلګونه جريبه ځمکې له غاصبينو ژغورلي او د نورو د خلاصون لړۍ په جدي توګه دوام لري.محمد زياته کړه: (( په ننګرهار کې د ځمکو د غصب د مخنيوي کمېسيون هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې په غصب شويو ځمکو کې آبادي ترسره کړي او په همدې هدف مو ولسواليو ته هم مکتوبونه استولي ،چې هلته هم چا ته اجازه ورنه کړل شي، چې په غصب شويو ځمکو کې آبادي وکړي.)) بله خوا ولسي خلک هم د ياد کمېسيون د رامنځته کېدو هرکلی کوي .دوی وايي: د پخواني حکومت پر مهال د مافيايي ډلو او زورواکو له لوري د دولت زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې او د اسلامي امارت حکومت ته په کار ده ،چې اوس ورسره حساب وکړي.د ننګرهار دوه اوسيدونکي عبدالوهاب او سيد عمران بيا په دې نظر دي که له غاصبينو د دولت اړوندې ځمکې راوګرځول شي، نو تر ډېره به د دولت عوايد هم زيات او ګڼو خلکو ته به په کې د کار کولو زمينه هم برابره شي.عبدالوهاب زياتوي: (( په تېر کې خو هر زورواکي د خپلې وسې په اندازه ځمکې غصب کړي او هم يې ورته جعلي او يا په زور قوالې جوړې کړي دي، نو حکومت ته په کار ده ،چې را ويې ګرځوي.))سيدعمران زياته کړه: ((حکومت ته په کارده ،چې له غاصبينو ټولې ځمکې راوګرځوي او حساب دې ورسره وکړي، ځکه د دولت زياتره ځمکې مافيايي ډلو او زور واکو غصب کړي ، نو لازمه ده چې حساب ورسره وشي.))دا لومړی ځل نه دی، چې په ننګرهار کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي په هدف کمېسيون جوړېږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته کمېسيونونه رامنځته شوي وو، اوس به وليدل شي چې دغه کمېسيون به څومره لاسته راوړنه ولرلی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *