
د ننګرهار د ترانسپورت رياست چارواکي وايي: په جلال آباد ښار کې يې د ښاري نظم په هدف د خپلسرو هډو مخنيوی کړی او په دې برخه کې يې هڅې لا دوام لري.د ترانسپورټ رئيس مفتي محمد زمان مزمل وايي: هڅه مو پيل کړې، چې د ښار له واټونو څخه خپلسرې هډې لرې کړو چې اوسمهال فعاليت کوي.مزمل زياتوي: (( موږ دوه ډوله هډې لرو، چې د ښاري او اطرافي سيمو لپاره دي او اطرافي درې لویې هډې دي د تورخم، کونړ او کابل هډې مو له ښاره ايستلې او د نورو خپلسرو هډو د ايستلو په هڅه کې هم يو.))
نوموړی همداراز د ترانسپورت رياست د عوايدو د زياتوالي خبره هم کوي او وايي، چې د تېر کال په پرتله يې ۳۵ سلنه په عوايدو کې زياتوالی راغلی دی.د ترانسپورت رئيس په ورته مهال د کرايو د لوړوالي ستونزه هم مني، خو وايي د کرايې د تعين لپاره پر يو طرزالعمل کار کوي چې له مخې به یې سيمو ته په کتو مشخصې کرايې وټاکل شي.مزمل زياتوي: (( تېر کال د ننګرهار د ترانسپورت رياست له ۱۹ ميليونو افغانيو ډېرعوايد راټول کړي وو، خو سږکال مو ۵۳ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي او دا عوايد د تير کال په پرتله ۳۵ ميليونه افغانۍ زياتوالی ښيې.))بله خوا دجلال آباد ښاريان نيوکه کوې او وايي ،چې له کلونو راهيسې لا هم په ښار کې د خپلسرو هډو ستونزه نه ده حل شوې.دوی شکايت کوي چې اوس هم د ښار په څلورلارو او نورو عامه ځايونو کې په خپلسري ډول هډې شتون لري، چې له امله يې ورځ تربلې ښاري بې نظمي مخ په زياتيدو ده.محمد زمان زياتوي: (( د ښار په داخل کې ټولې لارې د خپلسرو هډو له امله تړل شوي، زموږ غوښتنه دا ده، چې بايد د ښار په داخل کې دخپلسرو هډو مخنيوی وشي.))سيد اغا وايي: ((په جلال آباد ښار کې د خپلسرو هډو له امله هېڅوک په خپل وخت ورځنۍ چارې نه شي ترسره کولای او ډېر کله د همدې زيات بيرو بار له امله ناروغان له زياتو ستونزو سره مخ وي.))خلک داسې مهال د ښار په داخل کې د خپلسرو هډو د شتون له کبله د ښاري بې نظمۍ له زياتيدو شکايت کوي، چې له دې وړاندې هم د خپلسرو هډو د مخنيوي په هدف کمپاينونه ترسره شوي و و؛ خو څه ډول چې لازمه وه مثبته پايله يې نه وه ورکړې.د ښار په داخل کې خپلسرې هډې او د ترافيکي اصولو نه مراعاتو هغه لاملونه دي ،چې له کبله يې ورځ تربلې په دې ښار کې ترافيکي ګڼه ګوڼه ډېرېږي.