
د ننګرهار ترانسپورت رياست مسئولين وايي، چې د دغه ولايت د مهمندرې ولسوالۍ تورخم د ښارګوټي ته نږدې په ډکې سيمه کې په ۷۰۰ جريبه دولتي ځمکه باندې د بار وړونکو موټرو لپاره تم ځای جوړ شو.د ننګرهار ترانسپورت رئيس مفتي محمد زمان مزمل وايي، چې له دې تم ځای څخه يې موخه په تورخم ښارګوټي کې د ګڼې ګونې او بې نظمۍ مخنيوي او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.مزمل وايي، چې په دې تم ځای کې به بار وړونکي موټر د لږ وخت لپاره درول کېږي او په نوبت به ورته د وتلو اجازه ورکول کېږي.د يادونې وړ ده، چې دغه تم ځای ته د يو موټر چلوونکي په لومړي ځل د داخلېدو سره په نغدې جايزې ونازول شو.