افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې دوه پروژې بشپړې شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د اته اعشاريه دوه ميليونو افغانيو په لګښت دوه ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.د دغو پروژو د پرانيستلو پرمهال د ياد ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مرستيال قاري فضل الرحمن صادق وويل، چې دغه پروژې د UNDP موسسې په مالي ملاتړ په بټيکوټ ولسوالۍ کې د اته اعشاريه دوه ميليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.نوموړي وويل، چې د بټيکوټ ولسوالۍ په نغلو کلي کې د ۴،۴ ميليونو افغانيو په لګښت ۴۸۰ متره کانال ٣ پُلګوټي او ۱۴ د اوبو د کنترول دروازې جوړې شوې، چې پر مټ به يې ۱۵۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.ده زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ په کوز مشواڼي کلي کې د درې اعشاريه اته ميليونو افغانيو په لګښت د ٣٠٠ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال او ۴۰ متره ويالې جوړې او د۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي وياله پاکه شوه.د يادونې وړ ده، چې د دغو پروژو پرمټ به ۱۵۱۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *