
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز وړمه ورځ په غونډه کې ويلي، چې جنايي مديريت يې تېر کال د وژنې، غلا، زنا، لواطت او داسې نورو بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۴۷۴ کسانو نيولو ترڅنګ لسګونه ميله وسلې او مهمات نيولي.نوموړي وويل: (( د ترورېزم پروړاندې د مبارزې مديريت په جلال آباد ښار او ولسواليو کې ۱۷ بېلابېل عملياتونه ترسره کړي، چې ۲۲ تنه د مختلفو تروريستي قضيو په تور، ۵۲۲ ميله مختلف النوع وسلې، ۱۱۰۰۰ فيره مختلف النوع مهمات، ۸ حلقې ماينونه، ۸ تنه د امنيت اخلال په تور، ۹۶ قطعې چاودونکي توکي، چې په يوه ټيلر کې ځای پر ځای شوي وو، ۱۴ بورۍ پوتاشيم او ۱۱ فيره د راکټ انداز پخوانۍ مرمۍ او ۱۵ دولتي موټرې نيولي دي.))په ننګرهار کې امنيتي چارواکي زياتوي، چې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مديريت يوه اندازه نشه يي توکي لکه هېروئين، چرس، شراب، شيشه او داسې نور مواد ترلاسه کړي، په تور يې ۳۴۹ تنه او ۳۹ عرادې موټرې نيول شوي، چې په يوه کال کې جمله ۱۸۵۵ تنه او ۵۴ عرادې موټرې د يادو جرمونو په تړاو نيول شوي او عاملين يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي. همداشان ۱۱۰۰۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته هم پاکه شوې ده.