افغانستانخبرونه

په ميدان وردګو کې ٢٧٦ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د ميدان وردګو په سيد آباد ولسوالۍ کې د کليو دبيارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ د يو ميليون او ١٠٠ زره افغانيو په لګښت د څښاک دپاکو اوبو يوه شبکه جوړه شوه.د دغې شبکې په پرانيستلو کې د دغه ولايت د کليو دبيارغونې او پراختيا رئيس مولوي وحيدالله راشد، د پروګرامونو آمر انجنير سعدالدين سعادت او يو شمېر عامو خلکو ګډون کړی وو.دغه شبکه د سيد آباد ولسوالۍ په هفت آسياب سيمه کې د يونيسف موسسې په مالي ملاتړ د يو ميليون او ١٠٠ زره افغانيو په لګښت د لمريزې برېښنا د سېستم په لرلو سره جوړه شوې ده.د مسئولينو په وينا، د دغې شبکې پر مټ ٢٧٦ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *